له پاکستان سره سوداګریز پرېکون، د افغان حکومت یوه تاریخي پرېکړه ده چې پر افغانستان د فشار ابزار تر ډېره را کموي؛ د افغانستان وارداتي لاره څو لسیزې پر داسې یوه ګاونډي هېواد را تېره شوې وه، چې پخپله د نړیوال وجهي صندوق(IMF) تر سوداګریز استعمار لاندې د سقوط په لور ګامونه اخلي.

د پاکستان د داسې وارداتي لارو د تړل کېدو دوام، چې بې کیفیته توکي د افغانستان په بازارونو کې پلوري او له لارې یې ملیاردونه ډالر ترلاسه کوي، د پاکستان د اقتصاد لپاره ننګونکې ده. په داسې یوه مهم وخت کې د افغان ملت لپاره زرین فرصت دی چې پر بدیلو لارو کار وکړي او د تولیدي کارخانو پر ډېروالي کار وکړي.

افغانستان ته له دغه هېواد څخه ارتزاقي مواد، مېوې، خوراکي توکي او ځینې سون توکي واردېدل او برعکس له افغانستانه وچې او لندې مېوې صادرېدلې، چې له نېکه مرغه د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، له مرکزي آسیا سره د ریلې ترانسپورټ له لارې وصلېده، د ایران په چابهار او بندر عباس کې پانګونه او د هېوادونو نښلول د صادراتي او وارداتي توکو بدیلې لارې بللی شو.

د شنونکو په آند، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز بیلانس ۹۰ سلنه د پاکستان او ۱۰ سلنه د افغانستان صادرات جوړوي، پر همدې بنسټ که له پاکستان سره سوداګریز پرېکون تطبیق شي، پاکستان له وړاندوینې زیات اقتصادي زیان ویني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version