د مصر بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي اسرائیلو له لوري پر غزې تړانګې ترسره شوی وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د اوربند له تړون څخه ښکاره سرغړونه او د سیمې بې ثباتۍ لپاره یو خطرناک ګام بللی دی.
یاد وزارت، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر اسرائیل فشار راوړي، څو په غزه کې خپل وحشت پای ته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې غزه کې د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته نن سه شنبه یو ځل بیا صهیونیستي رژیم پر غزې تړانګې پراخ هوایي بریدونه پیل کړل چې له ۹۰۰ تنو ډېرو فلسطینیانو پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.