ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۹/۱۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_لوی درستيز فصيح‌ الدين‌ فطرت: د جنګ اراده نه لرو خو که څوک د زور او زیاتي هڅه وکړي داسې ځواب به ورکړو لکه درې نورو آبر قدرتونو ته مو چې ورکړ.

۲_مالیي وزارت: د دولتي ادارو د معاشاتو په تړاو خپرې شوې اوازې او لیستونه په مطلق ډول ناسم دي.

۳_د يوناما د ماموريت تمديد ته د مجاهد غبرګون: يوناما بايد د افغانستان پر وړاندې د پروپاګند لپاره د مغرضو کړيو د لاس اله نه شي.

۴_بهرنيو چارو وزارت: پر غزې تړانګه د اسرائيلي رژيم د بريدونو بيا پيل په کلکه غندو او هرڅه ژر بايد د دې اشغال مخنيوی وشي.

۵_د ملګرو ملتونو په ناسته کې د چين او روسيې استازو له افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو خبرې کړي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستاني طالبانو پرون یکشنبه د پاکستان په امنیتي ادارو ۳۳ بریدونه ترسره کړي.

۲_پاکستاني طالبانو بنو کې د ارمان په نوم پاکستانی پولیس افسر په نښه او له منځه وړی.

۳_نامعلومه وسله والو بېګا شپه پېښور کې د جمعيت علماء اسلام ګوند يو مشر او ديني عالم قاضي ظهور احمد وژلی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_اسرائيلي رژيم بېګا شپه غزه کې د اوربند تړون مات او تر دې مهاله یې ۲۳۰ فلسطيني وګړي شهيدان کړي.

۲_حماس غورځنګ: له ټولې‌ اسلامي نړۍ، ملګرو ملتونو او امنيت شورا غواړو چې د اسرائیلي يرغل بندولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

۳_پر غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم په وروستیو بریدونو کې د شهید شويو فلسطینیانو شمېر له ۴۰۰ تنو واوښت.

۴_د اسرائيلو د تېرې شپې په بريدونو کې د القدس قطعې ویاند ابو حمزه هم شهيد شوی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د یمن انصار الله ډله: په يمن د امريکا د تېري په غبرګون کې مو د دوی دوه حربي کښتۍ په نښه کړي.

۲_ټرمپ او پوتين نن د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره ټيليفوني خبرې کوي.

۳_امام علي رحمانوف او ولادمير پوتين مسکو کې پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version