په سیمه ییزو سیالیو کې ځینې لوبغاړي د دوه لورو ترمنځ داسې لوبه کوي چې دواړو ته ځان نږدې ښيي، خو په واقعیت کې د خپلسريو او بهرنیو ګټو پلي کوونکي وي، د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهه یو له همدې جریانونو څخه ده، له يوې خوا ایران ورته دفترونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي، له بلې خوا له اسرائيلو سره خواخوږي لري، اوس چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ او تاوتريخوالی لوړې کچې ته رسېدلی، دغه جبهه غلې ده، نه د ایران ننګه کوي او نه هم د اسرائیلو له مخالفت څخه غږېږي.

ويل کېږي چې احمد مسعود له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلي استخباراتو «موساد» سره تماس لري او له همدې لارې مالي، تخنیکي او استخباراتي ملاتړ ترلاسه کوي. دا اړیکې هغه مهال لا جوتې شوې چې د ایران استخباراتي ادارو د بې‌ پیلوټه الوتکو د برید ځای د خپلې خاورې دننه کشف کړ، کوم چې هدفونه یې دننه له ایرانه په نښه کول؛ دا پېښه که څه هم مستقیم احمد مسعود ته نه ده منسوب شوې، خو هم مهاله یې پر هغه تورونو او شک ته لاره هواره کړه، ځکه د دغه جبهې تر شا ولاړ لوبغاړي له «موساد» سره وصل بلل کېږي.

په همدې حساس وخت کې د مقاومت جبهې له خوا د یوې عادي اعلامیې له خپرولو وروسته، ژوره چوپتیا خورا معنی لرونکې ده، احمد مسعود نه یواځې دا چې د ایران پر ضد د اسرائیلو د بریدونو نوره غندنه نه کوي، بلکې دا هم نه وایي چې ایران ته وفادار دی. دا دوه‌ مخی سیاست، ایران له دې حقیقت سره مخ کړی چې د دوی له خوا ملاتړ شوې جبهه عملاً د دوی د دښمنانو لپاره خدمت کوي؛ دا د ایران لپاره د خطر یو زنګ دی چې نور باید د دغو ډلو پر نیتونو شک وکړي او د دې جبهې په اړه پر غوره شوي سیاست بیا کتنه وکړي.

اوس مهال چې د سیمه‌ ییزو او نړۍوالو تعاملاتو توازن بدلېږي، تهران ته لازمه ده چې له دغه تضادونو سترګې پټې نه کړي، د مقاومت جبهې ملاتړ که همداسې دوام وکړي، دا به نه یواځې ایران په سیاسي لحاظ کمزوری وښيي، بلکې دا به د اسرائیلو پټو پروژو ته د نفوذ یوه بله دروازه هم پرانيځي، له همدې امله ایران ته پکار ده چې دا جبهه وشړي او نور د داسې ډلې ملاتړ ونه‌ کړي چې د دوی له امکاناتو د بل د خدمت لپاره کار اخلي.

په پای کې باید ووایو چې د مقاومت تر نامه لاندې د بغاوت کوونکو دا جبهه د واقعي مقاومت نه، بلکې د پټو اجنډاوو د تطبیق وسیله ګرځېدلې ده. د ایران د ملي امنیت لپاره دا یوه خطرناکه لوبه ده، هوښیاري به دا وي چې ایران خپله تګلاره بدله کړي او د هغه ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې نه وفاداري لري، نه صراحت، بلکې د وخت او ګټې پر بنسټ لوری بدلوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version