د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې، د دغه ولایت‏ د کوټ ولسوالۍ د ولسوال مولوي حمزه فاتح په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پای ته رسېدلې او دواړه کورنۍ سوله‌ییز ژوند ته راګرځېدلې دي.

د خبر له مخې، په یاده دښمنۍ کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو او يوه مېرمنه هم په کې ټپي شوې وه.

د یادونې وړ ده چې، د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته، نه یوازې دا چې په ټولنه کې د دښمنیو کچه راکمه شوې، بلکې د لسګونو کالو پخوانۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version