د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ډیپلوماتانو د استولو د بهیر په دوام، د سرپرست حکومت د رسمي پېژندنې لپاره یو بل مهم ګام واخیستل شو.

ازبکستان د لومړي هېواد په توګه، د سرپرست حکومت د لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي د سفر پر مهال، د دې حکومت بیرغ د ازبکستان د ملي بیرغ تر څنګ په رسمي ډول پورته کړ.

دا اقدام د کابل او تاشکند ترمنځ د پراخېدونکو اړیکو نښه ده او کولای شي د نورو ډیپلوماتیکو تحولاتو لپاره مقدمه وي. د ډیپلوماتیکو تعاملاتو د زیاتوالي او د سرپرست حکومت د بیرغ په منلو سره، د دې حکومت نړیواله پېژندنه نوره هم پیاوړې کېږي.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی، چې تل د مخالفینو له خوا هڅه کېږي چې د سرپرست حکومت مثبت بدلونونه له پامه وغورځوي. خو له بېلابېلو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخېدل ښيي چې سرپرست حکومت په سیمه او نړۍ کې د پرمختګ په حال کې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version