ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د عامې روغتیا وزارت مرستیال قطر ته په خپل سفر کې افغانستان لپاره د ایټالیې له سفیرې سره کتلي.

۲_د نورالدین عزیزي په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی پاکستان ته سفر کوي.

۳_نن کابل کې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ يا JCC اوومه غونډه ترسره کېږي.

۴_بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت غيرمسؤولانه او د يوناما د ماموريت خلاف عمل دی.

۵_د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.

  • [ ] سیمه:
    ۱_زلمی‌ خليلزاد: پاکستان افغانستان ته د کډوالو د اېستلو‌ په پلمه د داعش ډلې غړي لېږي.

۲_پرپاکستاني پوځیانو د بلوڅ جنګیالیو بریدونه؛ ۲۲ نور پوځیان هلاک شوي.

۳_د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مشر نن ماښام تهران ته ورسېد.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_ابوعبیده: د عیدان الکسندر نومي اسرائیلي بندي له ساتونکې ډلې سره مو اړیکه پرې شوې.

۲_په بهر کې د حماس د سیاسي څانګې مشر سامي‌ ابو‌ زهری: تاريخ چوپ نه پاتې کېږي که اسلامي امت اوس اقدام ونه کړي سبا به سخت پښېمانه‌ وي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_امریکا پر مراکش ۶۰۰ سټینګر توغندي پلوري.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version