ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۲/۲۱ ھ ق.

– [ ] افغانستان:

۱_د اسلامي امارت مرستیال ویاند: د امر بالمعروف وزارت په قانون بې ځايه نيوکې اسلامي ارزښتونو ته بې احترامي ده.

۲_لوګر کې ۱۸ ديني مدرسې او ښوونځي بيا رغول کېږي.

۳_سوداګرۍ وزارت د صنعتي سیمو قانون توشېح او د اجرا لپاره وړاندې کړ.

۴_ملګري ملتونه افغانستان کې د کوکنارو بديل کښت په برخه کې مرسته کوي.

۵_د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان: له رسمي وياندويانو پرته څوک د اسلامي امارت له ادرسه نشرات نشي کولای.

۶_د افغانستان له فضا څخه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۵ الوتنې کېږي.

۷_پاکستان ته د ۶۵ په قيمتي توکو بار موټرو د قاچاق مخه نيول شوې.

۸_د قوشتېپې کانال د لومړي فاز‌ د ودانيو جوړولو او ډيزاين قرارداد به ډېر ژر لاسليک شي.

۹_لوګر کې د اوبو د ۷ شبکو په جوړولو ۲ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

– [ ] سیمه:

۱_پاکستان د پاکستاني طالبانو او بلوڅ آزادي غوښتونکو تر فدايي بريدونو لاندې دی.

– [ ] مینځنی ختیځ:

۱_د غزې پرونۍ جګړه کې د اسرائيلو دوه مهم جنرالان او يو ډګروال وژل شوی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version