ورځ او نېټه: سه شنبه ۶ /۱۴۴۶/۱۲/ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي.

۲_د خوړو نړیوال پروګرام: له ۲ میلیونه زیات خلک غزه کې له شدیدې لوږې سره مخ دي.

۳_د توکیو پوهنتون له څېړونکو سره د اقتصاد وزارت د سرپرست لیدنه؛ د ا.ا پر مهمو لاسته‌ راوړنو خبرې شوي.

۴_د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وزير شيخ محمد خالد حنفي: اسلام په شخصي حريم د تېرې اجازه نه ورکوي، محتسبين دې له اجازې پرته د چا موبايل او جېب نه ګوري.

۵_کابل کې نږدې دوه سوه تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي.

– [ ] سیمه:
۱_د پاکستان د کراچۍ ښار له مرکزي زندان څخه شاوخوا دوه سوه بندیان تښتېدلي.

۲_تاجکستان وايي د کاسا زر پروژه د ۲۰۲۶ کال تر پايه بشپړېږي.

– [ ] منځنی ختیځ:
۱_اسرائيلو په بېګانۍ جګړه کې د خپلو درې عسکرو وژل کېدل تاييد کړل.

– [ ] نړۍ:
۱_د امريکا د بهرنيو چارو وزير اسرائيلو سره اړيکې درلودونکي درې لوړپوړي چارواکي له دندو لرې کړي.

۲_د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې سومالیا کې د صلیبي ځواکونو جنګي چورلکه نسکوره کړې.

۳_د سويډن، ناروې او ډنمارک هېوادونو يوه پلاوي د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

۴_جنوبي لبنان کې جنجال؛ د حزب‌الله يو غړی اسرائیلي استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیول شوی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version