ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ منسوبین د یوې دورې تر بشپړولو وروسته فارغ شول.

۲_له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې لړۍ پر چټکتيا ټينګار شوی.

۳_ډاکټر عبدالواسع: حکومتي ادرو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او ښې لاسته‌ راوړنې لري.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران دفاع وزیر امير عزيز نصيرزاده: موږ په اوربند هېڅ باور نه لرو او له همدې امله په نويو پلانونو جوړولو بوخت يو.

۲_هندي امنیتي چارواکي: پهلګام کې پر سیلانیانو شوی برید د ای‌اېس‌ای له‌خوا پلان شوی و.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_د اسرائیلي رژیم او حماس ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې پرمختګ شوی.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د القاعدي پوځي څانګې له‌خوا ځان‌تېري برید کې ۸۱ یوګانډایي پوځیان وژلي او ټپیان کړي.

۲_لسګونه اروپايانو بروکسل کې د غزې جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې.

۳_امريکا او اروپا راتلونکې اګست مياشت د ايران د اټومي پروګرام د حل لپاره وروستی ضرب‌الاجل ټاکلی.

۴_د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین: د اوکراين جګړه به تر هغې پورې دوام وکړي، څو لویدیځ د سولې لپاره زما شرایط ونه مني.

۵_د لبنان پر بعلبک د اسرائیلي رژیم تازه هوایي بریدونو ۱۲ کسان وژلي.

۶_د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شوری دوه لوړ پوړو چارواکو خپلې دندې پرې ایښي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version