ورځ او نېټه: سه‌شنبه ۱۴۴۷/۲/۱۱ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ څخه لسګونه ځوان منسوبین فارغ شول.

۲_شاه‌محمود میاخیل: د سرپرست حکومت پر وړاندې وسله‌وال اپوزیسون له‌منځه تللی او پر فسبوک د فعالو څو محدودو ډلو مشرتابه خپل باور له‌ لاسه ورکړی دی.

۳_ننګرهار کې د يوناما د ځايي دفتر تړلو اوازې سمې نه دي.

۴_د حج له لګښتونو پاتې نږدې څلور زره افغانۍ بېرته هر حاجي ته ورکول کېږي.

۵_کورنیو چارو وزارت: پروان کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او ضبط شوه.

۶_کورنیو چارو وزارت: خوست کې د دوه کورنیو تر منځ د څه باندې يوې پېړۍ دښمني پای ته ورسېده.

۷_پنجشېر کې د ۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د کانالونو جوړولو پروژې پيل شوې.

۸_د کابل پوهنتون محصلينو يوه ډله چې د الحادي فکر د خپرولو هڅه یې کوله نيول شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_ځایي سرچینې: پاکستاني پولیسو چهارسده او بنو ولسوالیو کې څلور کسان له بند‌خونو ویستلي او ترور کړي یې دي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي: د چین، پاکستان، افریقا او منځنۍ آسیا کرايي جنګیالي زموږ پر ضد جنګېږي.

۲_د بورکینیافاسو د پوځ پر مرکز د القاعدې د پوځي څانګې برید؛ ۱۴ پوځیان ژوندي نیول شوي.

۳_ملګري ملتونه: له تېرې یوې میاشتې راهیسې په سوریه کې تر ۱۹۰ زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

۴_د یمن حوثیانو د صیاد په نوم د نوي کروز توغندي بریالۍ ازموینه کړې.

۵_ملګري ملتونه: په تېره نږدې یوه اوونۍ کې موزمبیق کې د جګړو له‌ امله ۴۶زره کسان بې‌ځایه شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version