ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۳/۶ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کورنیو چارو وزارت: د افغانستان خلاف لاس موټرو څښتنان دې ژر تر ژره خپل وسایط ثبت کړي. - [ ] سیمه:
۱_خیبر ولسوالۍ کې د پوځ پر مرکز سرتېري برید کې ۳۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
۲_پاکستاني طالبانو ګلګت، بلتستان کې نهه پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.
۳_پاکستاني طالبانو نن سهار کوهاټ ولسوالۍ کې د پوليسو يو افسر اشفاق وژلی دی.
۴_پاکستاني طالبانو تېره شپه پښتونخوا کې د پاکستان د سرحدي ځواک يوه پوسته نيولې.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_د قسام په لاس د څلورو اسرائیلي پوځیانو د ژوندي نیول کېدو شونتیا؛ حماس بېګاني کمیونونه بېساري وبلل.
۲_له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه.
۳_د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لواء وياند ابو عبيده: زموږ مجاهدين په بشپړه تيارسۍ کې دي، لوړ مورال لري او د يرغلګرو پر وړاندې به د اتلولۍ بېلګې وړاندې کړي.
- [ ] نړۍ:
۱_د روسیې امنیت شوری منشي سرګي شویګو: د دې وخت رارسېدلی څو د افغانستان او شانګهای همکاریو سازمان ترمنځ اړیکې بیا ټینګې شي.
۲_ترکیې د اسرائیلي الوتکو پر مخ خپل هوایي حریم وتاړه.
۳_امریکا د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د محمود عباس د ګډون مخنیوی کړی.
۴_د سارک سازمان د مدیره پلاوي غړی اذرخش حافظي هېواد ته راستون شو.
۵_موریتانیا سواحلو ته څېرمه د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۹ کسان مړه شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.