ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۴/۵ ھ ق.

– [ ] افغانستان:

۱_المرصاد پاکستان کې د داعش له لوري د نښه شويو کسانو لېست خپور کړی.

۲_سمنګانو کې د مرغانو د ښکار په جرم ۲۰ ښکاريان نيول شوي او ۸۰ مرغان هوا ته خوشې شوي.

۳_د رياست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ویلي، اسلامي امارت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوي، ترڅو افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړه ولري.

۴_مس عينک کې ۵ ميليارده ډالره پانګونه ۳ زره افغانانو ته د کار زمينه برابروي.

۵_سرپل کې د تېلو د استخراج ۲۳ مه څاه پرانستل شوه.

۶_د کابل په موسهي‌ ولسوالۍ کې د څه کم ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي جوړولو چارې پيل شوې.

۷_په باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه لګول کېږي.

– [ ] سیمه:

۱_د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د جرګې پر مظاهره کوونکو ډزې کړې دي.

۲_چين پاکستان کې له خپلو مېشتو اتباعو‌ غوښتي چې خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو ته سفر ونه کړي.

۳_ د خیبر پښتونخوا له سیمې هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وویل چې د خیبر پر میدان د پولیسو او د پي ټي ایم د غړو ترمنځ د اخ او ډب په جریان کې پولیسو شاتګ کړی، سیمه بېرته د خلکو لاس ته لوېدلې ده.

– [ ] نړۍ:

۱_بېړنی: په سوريه کې د ايران سفارت ته په پنځه سوه مترۍ کې په يوه بلندمنزل حمله شوې.

۲_سعودي حکومت يو عراقي جنرال حزب الله ته د دعا کولو په جرم نيولی.

۳_امريکا کې يو افغان وګړی د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د بريد د پلان لرلو په تور نیول شوی.

۴_امریکا کې میلتون مرګوني توپان خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version