ورځ او نېټه: پنج شنبه، ١٤٤٦/٤/٢١
- [ ] افغانستان:
١_د پانګونې بين الوزارتي کميټې ناسته کې په کور دننه د سلګونه ميګاواټه برښنا پر توليد بحث شوی.
٢_د ازبکستان د ديني علماوو يو پلاوی کابل ته راغلی.
٣_په لسو ولايتونو کې د سرطاني ناروغيو د درملنې مرکزونو پر جوړېدو خبرې شوي.
٤_عبداللطیف منصور: د برښنا قانون پنځه کلن پلان او د نوې کېدونکې انرژۍ تګلاره مو جوړه کړې.
٥_بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي.
٦_د ښارواليو عمومي رياست: خلک دې د سرکونو په حريم کې له ودانيزو چارو ډډه وکړي.
٧_ملا حمدالله فطرت: د برېکس سازمان په محور کې د افغانستان ځای ته په مثبت نظر ګورو.
٨_هلمند کې پر ۵۵ زره کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ويشل کېږي.
- [ ] سیمه:
١_کراچۍ کې د پاکستان د پوځي مدرسې د مفتي په موټر وسله وال برید شوی. - [ ] مینځنی ختیځ:
١_منځني ختیځ کې د شخړو پر دوام؛ نن سهار اسرائیلو دمشق کې هوایي بریدونه کړي. - [ ] نړۍ:
١_ترکي الوتکو سوریه او عراق کې د PKK وسلوالو مرکزونه په نښه کړي.
٢_شمالي کوريا خپل ٣٠٠٠ پوځيان روسیې ته لېږلي او په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.
٣_روسیې له شمالي کوریا سره د هر اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون تصویب کړ.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.