ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۵/۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د کانونو، اوبو او انرژۍ وزارت وزيرانو ناسته؛ د هېواد د اوبو د مديريت لپاره د کانونو له عوايدو ګټه اخيستل کېږي.

۲_مولوي عبدالکبیر: نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک کولو سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستی.

۳_قومندان ګل حیدر: د مقاومت یواځې یو نوم اورېدل کېږي نور نو د پیسو د تجارت بازار ګرم دی.

۴_افغانستان کې د يوناما مشره: پنجشېر کې امنيتي او د بشري حقونو وضعيت ښه دی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د پاکستان طالبانو غورځنګ له خپلو ټولو مسؤلينو غوښتي چې له تسليم شویو طالبانو سره اړيکې ونه ساتي.

۲_وسله‌والو د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه سراوان کې پنځه ایراني سرحدي ځواکونه وژلي دي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د اسرائیل د بهرنيو چارو وزير: کردان د ترکيې او ايران د ظلمونو قربانيان دي او موږ یې نږدې ملګري بولو.

۲_اسرائیلو په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو مسؤلیت په غاړه واخیست.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_پر دمشق ښار د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۲_د امريکا په يوه پوهنتون کې په يوه جشن د ډزو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۳_د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ټلیفوني خبرو موضوع رد کړه.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version