ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۰ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د عامه شتمنیو د ساتنې مهمه هڅه؛ دفاع وزارت د یو شمېر پخوانیو روسي ټانکونو د ترمیم خبر ورکړی.

۲_افغان ځانګړو ځواکونو تورخم کې فرضي کرښې ته څېرمه یو تن د جعلي ډالرو د قاچاق په تور نیولی.

۳_بهرنيو چارو وزارت د هندوستان ممبيي کې د سرقونسل په توګه د اکرام الدين کامل معرفي کېدل تاييد کړل.

۴_د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه معياري سړه خونه جوړه شوې.

۵_هزاره فعال عبدالستار محمدي: د شر او فساد ډله( مقاومت جبهه) په اصل کې د تاجکستان جبهه او د ملي ارزښتونو خلاف حرکت دی.

۶_عباس ستانکزی: د افغانستان اقليم د يو شمېر هېوادونو له لوري خراب شوی او نړۍ مسؤليت لري چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_برتانوي رسنۍ: د پاکستان پوځ باید سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ تر راتګ وړاندې عمران خان ازاد کړي.

۲_پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله والو په برید کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

۳_بلوچستان کې د «BLA» وسله‌والو په مرګوني برید کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

۴_د ايران د اسعارو په بازار کې د افغانيو ارزښت نوی ريکارډ جوړ کړی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_د فرانسې حکومت: د يهوديانو د امنیت لپاره ۴٠٠٠ امنيتي سرتېري په دندو ګماري.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د ډالرو پر وړاندې هندۍ روپۍ په بې ساري ډول خپل ارزښت بايللی.

۲_ټرمپ افغانستان کې پخوانی پوځي جنرال مایک والټز د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version