ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۹/ ۱۵ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت: هېواد کې ۱۸ میلیونه سیمکارتونه ثبت او راجسټر شوي.

۲_بهرنیو چارو وزارت: سرپرست حکومت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسیم له تړونه هرکلی کوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_هند پاکستان ته: بلوچستان کې په ريل ګاډي بريد کې لاس نه لرو او نړۍ پوهېږي چې د ترهګرو مرکزونه چېرته دي.

۲_خضدار کې پاکستاني پولیسو د شهداء په نوم مهمه پوسته له مقاومت پرته پاکستاني طالبانو ته پریښې.

۳_پاکستاني طالبانو د «الخندق» په نوم د پسرلني عملیاتو اعلان وکړ.

۴_د الخندق عملياتو پيل؛ پاکستاني طالبانو کرمه کې پوځي قطار ته کمين ورکړی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې.

۵_لکي‌ مروت کې د پاکستاني پوليسو په موټر ماين چاودلی او پکې سپاره ټول پوليس هلاک او ټپيان شوي.

۶_پاکستاني طالبانو مومندو کې اووه نور پاکستاني پوځیان هلاک او ټپیان کړي.

۷_مفتي منیر شاکر په یوه بمي چاودنه کې مرګونی ټپي شوی.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_پر غزې تړانګې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې پنځه تنه شهیدان شوي.

۲_د سوریې د بهرنیو چارو وزير په لومړي ځل عراق ته تللی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې توغندیز برید د ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان کړي.

۲_ټرمپ د افغانستان په ګډون د لسګونه هېوادونو پر وګړو امريکا ته د سفر بنديزونه لګوي.

۳_افريقا کې د القاعدې تنظيم پوځي څانګې په يوه بريد کې ۱۹ تنه حکومتي ملېشې وژلې دي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version