هندوکش‌غږ ته باوري سرچینو تائید کړه، چې مفتي منیر شاکر په بمي چاودنه کې له ټپي کېدو وروسته روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

وړاندې تر دې سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي و، چې نوموړی لیډي رېډنګ روغتون ته لېږدول شوی او په ناوړه روغتیایي وضعیت کې قرار لري.

پر مفتي منیر شاکر د شوي بمي برید مسئولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې نوموړي له امنیتي ادارو ته شکایتونه کول، چې ستونزې ورجوړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version