د قدس‌ خبري شبکې د راپور له‌مخې، د نړۍ د مسلمان علماوو د اتحادیې مشر «د. القره‌ داغي» ویلي چې د اسلامي نړۍ مشران باید د غزې لپاره خپل پوځونه چمتو کړي.

نوموړي د خبرو پر دوام ټینګار کړی چې دا یو ديني مسؤولیت دی، «که هر څومره لګښت هم ولري.»

د یادونې وړ ده چې یادې اتحادیې تر دې وړاندې د صهیونیستي رژیم د اشغال او جنایتونو پر وړاندې فتوا صادره او اعلان یې کړی و، چې د اسرائیلو پر ضد جهاد په هر مسلمان فرض دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version