له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینو وویل چې، ناپېژانده وسله‌والو د پېښور د «اچيني پایان» سیمه کې د جمیعت علماء اسلام «ف» سره تړلی دیني عالم، حافظ عابد په جومات کې په ډزو وژلی دی.

سرچینه وایي، پولیسو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي او په سیمه کې د یادې پېښې له امله د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده.

یاده دې وي چې، تازه په ورته پېښه کې د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې د امداد الله شاه په نوم د یاد ګوند یو بل غړی هم وژل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version