حماس غورځنګ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې ادعا یې کړې وه، چې ګواکې حماس غورځنګ چمتو دی خپلې وسلې تسليم کړي، په یوه رسمي اعلامیه کې توند غبرګون ښودلی او دا ادعا یې په کلکه رد کړې ده.

حماس په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې «موږ هغه راپورونه چې ځینو رسنیو د ویټکاف له خولې خپاره کړي او یو ځل بیا ټینګار کوو، چې تر هغو چې صهیونیستي اشغال دوام ولري، پر وړاندې یې مقاومت او وسله درلودل زموږ یو ملي او قانوني حق دی او دوام به ولري.»

ياد غورځنګ همدا راز ويلي، چې د اسرائیلي رژيم پر وړاندې له مقاومت څخه یوازې هغه مهال تېرېدلای شي کله چې د فلسطین د ولس ټول حقوق بېرته ترلاسه او یو خپلواک فلسطیني دولت چې بشپړ واک ولري او پلازمېنه یې بيت المقدس وي جوړ شي.

حماس غورځنګ یاده اعلامیه وروسته له هغه خپروي چې د اسرائيلو «هاآرتص» ورځپاڼې د اسټيو ویټکاف له قوله راپور ورکړی و، چې حماس غورځنګ چمتو دی څو خپلې وسلې پر ځمکه کېږي او تسليم شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version