د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې، تېر کال په دغه ولایت کې د درې فعالو مرکزونو له لارې ۲۰۱ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په هرات کې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ تذکرې وېشل کېږي.

د یادونې وړ ده چې، پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ چټکه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version