د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا له ایران سره مستقیمو خبرو ته داخله شوې او دا خبرې لا مخکې پیل شوې، چې تر راتلونکې شنبې به دوام وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په شپه سپينه مانۍ کې د اسرائیل له لومړي وزير نتنياهو سره د کتنې‌ پر مهال دا خبرې کړي او زياته کړې یې ده «زه فکر کوم چې هرڅوک په دې موافق دي چې له تهران سره یوې هوکړې ته ورسېږو او دا به له کوم بل څه د تهران لپاره هم غوره وي».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی و، چې ایران له امریکا سره د نامستقیمو مذاکراتو غوښتونکی دی او د سیمې هېوادونو ته یې هم پر دغه هېواد د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version