د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژۍ وزير ملا عبدالطيف منصور، او یو شمېر نور لوړو پوړو چارواکو، علماوو، او قومي مشرانو په ګډون، د پکتيکا د پلتوني اوبو بند چارو د پيل خبر ورکوي.

د پلتوني بند د حکومت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت له لوري په دوه نیمو کلونو کې رغول کیږي چې په بشپړېدو سره به یې د دغه ولایت مرکز ښرنې سربېره د نېږدې سیمو تر ځمکه لاندې اوبو زیرمې قوي، کرنیزې ځمکې خړوبې، سېلابونه کنټرول او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي.

خبر پاڼه کې راغلي چې يادې غونډې ته د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال په خپلو خبرو کې وويل: اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمې دي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی او پر پانګوالو یې غږ کړی چې د اوبو مدیریت په برخه کې پانګونه وکړي.

همدارنګه ښاغلي برادر زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د خودکفايۍ، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو تر څنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ لري چې په خبره یې، په دغه برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی برادر وايي اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه و پیل شوي د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي چې د دغو بندونو له جملې یو هم د پلتوني بند دی چې نن یې عملاً کار پيل شو.

د يادونې وړ ده چې د پلتوني بند په جوړېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه به زېرمه، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version