یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د ملي مقاومت شوری چې په حقیقت کې د خاینانو ګډ اشر دی، د جمهوریت د دورې منفوري سیاسي او نظامي څهرې پکې راټولې دي؛ له امریکایي اشغال وروسته له تېرو دریو کلونو راهیسې، دې ائتلاف هڅه کړې چې د اسلامي امارت په وړاندې د سیاسي ځواک په توګه پاتې شي.
دغه شوری په خپلو اعلامیو کې جګړې او خونریزي ته هڅونه کوي او غواړي چې د افغان ملت په وینو د قدرت تر ماڼۍ ورسېږي؛ د دې شوری وروستی اعلامیه چې د جګړې او قدرت د بیا ترلاسه کولو غوښتنه پکې شوې، د دوی د واک غوښتنې لوړه کچه ښیي.
١. د دې شوری د غړو مخینه:
ددې شوری غړي چې ډیری یې د جمهوریت د دورې په کلیدي پوستونو کې وو، د فساد، غلا او د بیت المال د سرچینو د لوټلو پراخه سابقه لري؛ دې کسانو د ډالرو او قدرت په خاطر، خپل ماضي جهاد او هڅې چې د روسانو په وړاندې یې کړي وو، د پیسو او قدرت لپاره خرڅ کړل او نه یوازې د خپل وخت په حکومت کې یې د خلکو لپاره ثبات او امنیت راستون نه کړ، بلکې له عامه سرچینو په سوء استفاده یې ټولنیزې او اقتصادي کندې لا نورې ژورې کړې؛ دوی د خلکو له باور څخه ناوړه استفاده وکړه، بیت المال یې لوټ او په اروپايي هیوادونو کې یې ځان ته غوره کورونه او تجارتي شرکتونه جوړ کړل.
٢. د شوری د ملي مشروعیت نه شتون:
د دې شوری لپاره یو له لویو ننګونو څخه د خلکو ترمنځ د مشروعیت نه شتون دی؛ د افغانستان خلک چې اوږدې جګړې او داخلي شخړو رنځولي دي او د دې کسانو مخینه ورته معلومه ده، نور د دوی د فساد او ناپایداره دورې بیا راتګ نه غواړي؛ ټول افغانان دې شوری ته د امریکایي اشغال د سمبول، غلامانو او د اشغال د ګمارل شوي حکومت د پاتې شونو په توګه ګوري چې افغانستان یې د شلو کلونو لپاره د بحران په تیاره څاه کې اچولی وو؛ له دې امله، د خاینانو ددې ائتلاف هڅې د افغانستان د جګړې د بیا تازه کولو لپاره بې اغیزې دي او د ملت له لوري نفرین کېږي.
٣. جګړې او تورې دورې ته د افغانستان لېږدول:
د دې شوری وروستۍ اعلامیه د اسلامي حکومت په وړاندې پر مسلحانه جګړې او مبارزې ټینګار کوي، چې د دې ډلې د تېرو وحشتونو او بې ثباته دورې ته د ستنېدو نښه ده؛ دا اعلامیه نه یوازې دا چې له ستراتیژیک اړخه غیر مسؤولانه او غولوونکې ده، بلکې کولی شي د افغانستان په بدبختیو، کډوالۍ او اقتصادي کمزورتیاوو کې ډیرښت رامنځته کړي چې یوازینی پایله به یې د عادي افغانانو لا نور ځورول وي.
دا په داسې حال کې چې افغانان د سولې، ثبات او د خپل هیواد د بیا رغونې غوښتونکي دي او هېواد ته د خاینانو ددې اشر د بیا راتګ لپاره هر ډول هڅې ردوي؛ تېرو تجربو ښودلې چې د دې خلکو شتون نه یوازې دا چې ستونزې یې نشي حل کولی، بلکې د افغانستان لپاره د ویرانۍ او نابودۍ سبب کېږي.
۴. د افغانستان راتلونکې او د پرمختګ د نوې تګلارې ته اړتیا:
د افغانستان راتلونکې د ابادۍ او پرمختګ یوې نوې او کارنده تګلارې ته اړتیا لري، داسې تګلاره چې د اقتصاد محوره سیاست او د هېواد د بیا رغونې پر ګډو هڅو ولاړه وي، لکه څه ډول چې اوس مهال اسلامي امارت د ځان لپاره کوم مسیر ټاکلی دی؛ د نوي او سازنده لیدلوري ته اړتیا لري، چې د اقتصاد پر بنسټ سیاست او د هیواد د بیا رغونې لپاره ګډو هڅو ته وي.
د خاینانو ائتلاف د جګړې او تاوتریخوالي ته د هڅولو پر ځای، باید له خپلو پخوانیو ناکامو تجربو څخه درس واخلي، ځکه ملت دوی ته پوره وخت ورکړی وو؛ خو دوی د قدرت له ترلاسه کولو او د شمتنیو له جمع کولو پرته بل هېڅ و نه کړل.