د کورنيو چارو وزارت وايي، “امنیتي ځواکونو په نهو ولایتونو کې د غلا، قمار، نامسوله وسلو لرلو، له کوره د تېښتې او زورواکۍ په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، له دې ډلې په هرات کې څلور تنه د موټرونو د غلا او یو تن د زور واکۍ په تړاو، پنځه وسله وال او مسلکي غله په خوست، څلور تنه د ۲۸ څارویو د غلا په تړاو په کندز او اته تنه د قمار په تړاو په بلخ ولايت کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوې، امنيتي ځواکونو دغه راز دوه تنه د غلا په تړاو په روزګان، دوه غله په ننګرهار، یو تن د موټرو د غلا په تړاو په بامیان، یو وسله وال غل په غزني او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي.
دوه ورځې وړاندې پلازمېنه کابل کې هم د بېلا بېلو جرمونو په تړاو ۲۳ تنه نيول شوي وو.