لیکوال: عادل افغان
د پاکستاني حکومت او پوځ له خوا پر خپل ولس او خلکو د ظلمونو د دوام په پایله کې، دا ځل د دغه حکومت تر کنټرول لاندې کشمیر کې عامو خلکو د حکومت، پوځ او پولیسو پر وړاندې بې مخینې پاڅون او لاریونونه پیل کړي دي.
دا لاریونونه او پاڅونونه چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې پیل شوي، کشمیریانو تر اوسه پکې د پاکستان یو شمېر سیمهييزې حکومتي ادارې تر خپلې ولکې لاندې راوستي، لویې لارې یې بندې کړي، د پوځ او پولیسو لسګونه موټرونه او پوستې یې سوځولي، د پولیسو په ګډون، څو تنه پکې وژل شوي او لسګونه پولیس او د پاکستاني پوځ عسکر پکې ټپیان شوي دي.
د پاکستان د ایجاد له پیله تر دې دمه پاکستاني پوځ او حکومت تل له عام ولس سره په نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی، چې د همدې کشمکش په پایله کې ختيځ پاکستان په ۱۹۷۱ کال کې تر یوې سختې او خونړۍ جګړې وروسته له پاکستان خپله ازادي واخیسته او د بنګلهدېش په نوم یې خپلواک هېواد رامنځته کړ.
هغه مهال هم پاکستاني حکومت او پوځ د بنګلهدېش له خلکو سره له ظلم او وحشت ډک چلند کاوه، ځوانان یې ورته وژل، په زندانونو کې یې اچول، دغه راز ښځې، ماشومان او سپین ږیري به یې ورته وهل او ټکول او له هر ډول انساني او اسلامي حقونو بې برخې کړي وو چې په پایله کې یې دوی هم له پاکستاني حکومت سره برخلیک ټاکونکې جګړه وکړه او خپله ازادي یې ترې واخیسته.
اړینه خو دا وه چې پاکستاني حکومتونو او پوځ له هغې پېښې عبرت اخیستی وی او له خپلو خلکو او ولس سره نا اعلان شوې جګړه یې پای ته رسولې وای، خو داسې ښکاري چې هلته د ولس پر وړاندې هماغه ډول چلند روان دی او ان په ځينو ځایونو او شرایطو کې د ختیځ پاکستان یا بنګله دېش له خلکو سره شوي ظلمونه د اوسنیو هغو په پرتله هېڅ ښکاري.
پاکستاني حکومت، د دغه هېواد پوځ او استخبارات همدا اوس په یاد هېواد کې د سندیانو، بلوڅانو، پښتنو او د دوی ترڅنګ نورو لږکیو پر وړاندې له خورا وحشت او بربریت ډک چلند کوي.
د دغه هېواد پوځ له کلونو راهیسې زرګونه بلوڅان وژلي، لسګونه زره یې تري تم کړي، زرګونه نور یې په زندانونو کې شکنجه کوي، هلته له ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو سره له تاوتریخوالي، ظلم، وحشت او کرکې ډک چلند کېږي او ان د بلوڅ مېشتې سیمې یې له ځپلو ټولو لومړنیو امکاناتو، خدماتو او اړتیاوو محرومې کړې دي. د دې ترڅنګ په پاکستان کې له مېشتو پښتنو سره هم دې ورته کار روان دی.
له څو لسیزو راهیسي د یاد هېواد پوځ او استخباراتو په لسګونو زره پښتانه د بلوڅو پر برخلیک اخته کړي، ډېره برخه یې وژلي، ځينې یې تري تم کړي، ځینې یې په زندانونو کې تر نامعلومې مودې پراته دي، له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي، د دوی د قوم مشران او مخور په یوه او بل نامه ترور کوي، له ښوونځي، برېښنا، روغتون او د ژوند له لومړنیو او مهمو امکاناتو یې محروم کړي او دغه راز هره ورځ کورونه ورته ورانوي، له سیمو یې په زور وباسي، وژني یې او په زندانونو کې یې اچوي. د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې مېشت سندیان هم له ورته برخلیک سره مخ دي.
په پاکستان کې یوازینی قوم او سیمه چې د ژوند ښه امکانات ورته برابر دي، د چارو واګې یې په لاس کې دي، پوځ ورسره ولاړ دی، پولیس یې تر امر لاندې دي او استخباراتي ادارې یې په لاس کې دي، هغه پنجابیان دي.
پنجابیان بیا هغه ظالم، وحشي، له دین او خدایه لېرې خلک دي چې تل یوازې خپل ځان مني او داسې فکر کوي چې نور باید ټول د دوی مرېیونه او غلامان وي، د همدې نشې له کبله یې د ټولو قومونو او ولسونو پر ضد مټې رانغاړلي او هڅه کوي چې د ځان لپاره یې تابع کړي. د پاکستان د حکومت، پوځ، استخباراتو، سیاسي او مذهبي جماعتونو او حزبونو دغه هېواد اوس عملاً د تجزیې پر یوې نازکې او خطرناکې پولې درولی دی.
هلته کشمیریان ناخوښ دي او د حکومت پر ضد لاریونونه او پاڅون کوي، پښتانه پکې ناخوښ دي، د حکومت پر ضد راولاړ دي، بلوڅانو خو له کلونو راهیسې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره وسله په اوږه کړې او هر ډول ګواښ یې منلی دی، د دې ترڅنګ هلته ټي ټي پي هم د دغو ظلمونو پر خلاف او په پاکستان د یوه شرعي او اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لپاره سخته مبارزه او جهاد پیل کړی چې ورځ تر بلې ډېرې سیمې ولکه کوي.
د دې ترڅنګ پاکستان په اقتصادي لحاظ هم په پورونو کې دومره ډوب شوی چې ان راتلونکي څو نسلونه به یې هم ادا نه شي کړلی.
په سیاسي لحاظ هم پاکستان سخت منزوي شوی، څوک پرې باور نه کوي، څوک ورسره په ښه زړه نه تجارت کوي او نه راکړه ورکړه. له ګاونډیو هېوادونو سره یې هم اړیکې په سخت او ترینګلي حالت کې دي.
له هند سره هره ورځ ګوته په ماشه وي، له ایران سره یې هم همداسې حال دی، له افغانستانه هم خوښ نه برېښي او ورځ تر بلې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان ور اچوي، له بنګله دېش سره خو یې معامله معلومه ده، بالاخره پاکستان اوسمهال له داسې حالت سره مخ دی، چې ځان ترې ورک دی، چارواکي او سیاسیون یې په اداري او اخلاقي فسادونو کې ډوب دي، پوځ یې هم له ورته برخلیک سره مخ دی، د ګاونډیو له سیالۍ لوېدلی، ولس یې مخ اړولی، سیاسي اړو دوړ پکې اوج ته رسېدلی او یوازې د امریکا لور ته یې سترګې نیولي چې ګوندې هغه به ورته کومه پروژه ورکړي، خو امریکا هم په نړۍ کې اوس څو ځایه داسې ښکېله ده چې ځان ترې نه شي را ایستلی.
پاکستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچن وضعیت ډېر خراب کړ، خو له ولس سره یې د پوځ روانه دښمني به دا هېواد عملاً داسې تجزیه کړي چې د راټولېدو امکان به یې صفر شي.