د پاکستاني رژيم له لوري کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون بريد کې د يو شمېر شهید شويو کسانو جسدونه په ډله ييز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.
په ډلهييز قبر کې خاورو ته سپارل شوي، شهيدان هغه کسان دي چې له پېژندنې وتلي او پاتې نور چې جسدونه یې د پېژندنې وړ و، د خپلو کورنيو له لوري یې په جلا-جلا توګه جنازې ادا او خاورو ته سپارل شوي.
