Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور
    سیاسي لیکني

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    عمران آغاعمران آغا13 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: آصف قانوني

    د امریکا له خوا په پېښور کې د خپلې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه يو اداري او د پيسو د سپما اقدام نه، بلکې په سیمه کې د پاکستان د امنیتي وضعیت د خورا خرابېدو یو پیاوړی او معنی لرونکی سیاسي پیغام دی. دا پرېکړه د لوېدیځو هېوادونو په ډیپلوماټیکو کړیو کې د پاکستان د ناامنه فضا په اړه د ژورې بې باورۍ څرګندونه کوي. کله چې داسې يو زبرځواک د پېښور په څېر د ستراتیژیک ښار امنیت د خپلو ډیپلوماتانو لپاره خوندي نه بولي، چې په دغه هېواد کې سیاسي نفوذ او نظامي حضور هم لري، نو دا په اتوماتیک ډول د ټول پاکستان د بې ثباتۍ په معنی ده.

    د دې پرېکړې سیاسي تړاوونه تر ډېره د پاکستان د بهرني سیاست او داخلي امنیت تر منځ پر واټن ورڅرخي. د پاکستان حکومت تل هڅه کړې چې نړۍ ته د یو مسئول رژیم انځور وړاندې کړي، په ځانګړې توګه امريکا او غرب ته؛ خو په دغه خاوره کې د قونسلګریو نه خوندیتوب دا ادعا تر سوال لاندې راوستې ده. د امریکا دا ګام د پاکستان پر ادعاوو د عدم اعتماد مهر دی او ښیي چې پوځي رژیم نور نه د خپلو اتباعو او نه هم د بهرنیو ډیپلوماتانو د امنیت ساتلو وړتیا لري.

    په عین حال کې، د پاکستاني طالبانو وروستي پرمختګونه او د پېښور ښار څو کیلومترۍ ته د هغوی نږدې کېدل، د پاکستان د پوځي ستراتیژۍ د ناکامۍ تر ټولو ستره بېلګه ده. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د خپلو داخلي نیمګړتیاوو د پټولو لپاره پر افغانستان د بې بنسټه تورونو لګولو او نا مشروع بریدونو لړۍ پیل کړې، په خپله پېښور کې طالبان سړکونو ته راوتلي دي. دا تضاد د پاکستاني پوځ د خاصې شریرې کړۍ پر ټولو تبليغاتو د بطلان کرښه راوښکل او د ولس او نړۍ په وړاندې یې د دغه اجیرې کړۍ د عزت جنازه پورته کړه.

    د پوځ پر خاصې کړۍ اوس د دغه هېواد دننه هم نیوکې زیاتې شوي چې څنګه د یو ګاونډي هېواد پر وړاندې د ټي ټي پي د پلمې په کارولو سره خپلې ناکامۍ پټوي، خو په حقیقت کې د دغه ډلې اصلي مرکزونه د ډیورنډ کرښې دې غاړې(پاکستان کې) د پوځي مرکزونو سره نږدې د فعالیت په حال کې دي. دا چې د پېښور په څېر یو لوی او تاریخي ښار ته نږدې د پوځ مخالفې وسلوالې ډلې دومره آزادانه تګ – راتګ کوي، په دې معنی ده چې د پاکستان امنیتي بنسټونه په کور دننه د دغو ډلو په کابو کولو کې پاتې راغلي.

    دا وضعیت پاکستانی رژیم په نړیواله کچه د یو داسې پوځي رژیم په توګه انځوروي چې نه یوازې د خپلو ګاونډیانو لپاره ګواښ دی، بلکې د خپلو داخلي بحرانونو د مدیریت وړتیا هم نه لري. کله چې یو رژیم خپل ښارونه د وسلوالو له لوري د سقوط له خطر څخه نه شي ژغورلی، نو په طبیعي توګه د پانګونې، ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو لپاره د یوه بې باوره هېواد په توګه پېژندل کېږي. د نړۍ ستر قدرتونه اوس پاکستان ته د یوه داسې هېواد په سترګه ګوري چې د هېواد د ټولو حالاتو او بحرانونو کنټرول یې له لاسه وتلی دی.

    د امریکا د قونسلګرۍ تړل د پاکستان د راتلونکي لپاره یو جدي خبرداری دی. که پاکستان د افغانستان پر وړاندې د سیاسي لوبو پر ځای د خپل کور د ابادولو او په کور دننه د امنیت لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، نو د پېښور په څېر د نورو سیمو د انزوا او د نړیوالو د لا زیاتې بې باورۍ احتمال شته. اوس د پاکستان لپاره د دروغجنو تبليغاتو او رواياتو وخت تېر شوی او په حقیقت کې د دغه هېواد د بقا لپاره د پوځي سیاستونو بنسټیز بدلون ته جدي اړتیا شته.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی
    راتلونکي مقاله د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت مخالفین د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي

    9 مارچ 2026

    د پخوانیو سیاستوالو چوپتیا؛ څوک او ولې چوپ دي؟

    7 مارچ 2026

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جیوپولیټیکي معادلې بدلون

    2 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 13 مارچ 2026

    د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا خپله کرغېړنه څېره وښودله او د ټولو نړیوالو…

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی

    13 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026

    افغان ځواکونو د کونړ دانګام ولسوالۍ پر امتداد د پوځي رژيم يو زرهدار ټانګ له منځه وړی

    13 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.