د بلوڅو وسله‌والې ډلې (بي‌اېل‌اېف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت په «خاران» سیمه کې پر پوځي کاروان برید ترسره کړی چې په ترڅ کې يې د یوه میجر په ګډون نهه تنه پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

بلوڅ وسله‌وال له پاکستان څخه د خپلو سیمو ازادي غواړي او په همدې موخه یې له څو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو پر وړاندې وسله‌واله مبارزه پیل کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version