د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې، ځواکونو یې د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې پر یو شمېر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې چې پلازمېنه صنعا کې یې درنې چاودنې رامنځته کړي، د یمن د حوثیانو د توغندیو زېرمې او د پوځ ځینې ادارې په نښه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په ورته برید کې څو ورځې وړاندې صهیونیستي اسرائیلو په یاد هېواد کې د برېښنا انرژۍ تاسیسات په نښه کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version