د رياست الوزرا سیاسي مرستیال لوګر کې د یوې مدرسې د دستاربندۍ غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت د مدرسو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی او په خبره یې، هڅې روانې دي چې د پوهنتونونو زده کړیالان په اسلامي روحیه و روزل شي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، سیاسي مرستیال دغه راز ویلي، اسلامي امارت د افغانستان ښه استازولي کولی شي او زیاته کړې یې ده چې، تېرو درېیو کلونو کې یې له نړۍ سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version