د پاکستان پوځي رژیم په داسې حال کې له افغانستان سره په شخړو بوخت شو، چې هېواد یې د لوړې کچې قرضدار او اقتصادي وضعیت یې د رکود په حال کې دی؛ د پاکستان د صادراتي توکو لپاره په آسیایي هېوادونو کې مهم او نږدې ګاونډی افغانستان بلل کېده، چې تولیدي توکو یې دغه هېواد کې بازار هم درلوده، خو اوس دا بازار ترکیې، منځنۍ آسیا، هند او ایران نیولی.

د نوي افغان حکومت له راتګ سره افغانستان په اقتصادي برخه کې کم ساري پرمختګونه وکړه او د ځان‌بسیاینې په لور یې ګامونه اوچت کړل، د پاکستان او نورو هېوادونو پر هغه وارداتي اموالو یې محصول هم لوړ کړ، کوم چې د هېواد په داخل کې تولیدېدل. د پاکستان – افغانستان له وروستیو شخړو وروسته، پاکستان د تل په څېر یو ځل بیا پر ډیورنډ فرضي کرښه پراته بندرونه وتړل او اقتصادي اړیکې یې له سیاسي موضوعاتو سره ګډې کړې، چې له کبله یې افغان حکومت له دغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پرېکون ګامونه واخیستل.

د راپورونو پر بنسټ، یوازې د تورخم لارې د یوې میاشتې تړل کېدو له کبله دواړو هېوادونو ته ۴.۵ میلیونه ډالر زیان رسېدلی؛ دا چې نسبتاً افغانستان ته، پاکستان ډېر صادرات درلودل، له افغانستان ډېر زیان ورته رسېدلی. په پاکستان کې ناوړه سوداګریز چاپیریال او د افغانستان د تازه مېوه‌جاتو پر مهال د بندرونو تړل کېدو، نه یوازې پاکستاني پانګوال اړ کړي چې له دغه هېواده پانګې وباسي، بلکې د افغانستان له ۵۰٪ زیات بازار یې بایللی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version