افغان حکومت په یو بې ساري اقدام کې افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې هر څه ژر پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه او د دغه هېواد پر ځای د صادراتو او وارداتو لپاره بدیل هېوادونه انتخاب کړي، حکومت خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته که سوداګر په پاکستان کې له هر ډول ستونزې سره مخامخ کېږي، افغان حکومت یې مشکل ته رسېدنه نه کوي.
له دې سره د پاکستان لویه برخه صادرات او واردات قطعه کېږي، چې په کلني ډول دغه هېواد ته میلیاردونه ډالر زیان رسېږي، د دې زیان ډېره برخه د پاکستان هغه ولس ته هم رسېږي، چې لسیزې د نړیوال وجهي صندوق(IMF) د اقتصادي فشارونو قربانیان هم وو؛ افغان حکومت همېشه ویلي، نه غواړي د پاکستان ولس ته زیان ورسوي، په همدې اساس دا پرېکړې هم د پاکستاني پوځي رژیم د ناوړه سیاستونو له کبله وشوې.
په افغانستان کې حاصل ته د لندو مېوو او سبزیجاتو له رسېدو سره سم، په ځلونه پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارې تړلې، چې له کبله یې افغان سوداګرو ته میلیاردونه افغانۍ زیان رسېده، په دې سره پاکستان سوداګري له سیاست سره تړل او د فشار د آلې په توګه یې استفاده ورڅخه کوله. د لارو تړل، لوړ ټکسونه او د افغان سوداګرو ځورول د پاکستاني پوځي رژیم تکراري اشتباهات وو، چې له کبله یې افغانستان هم اقدامات وکړل.
د چارو شنونکي د پاکستان نا امني، ټولنیز فشارونه او اقتصادي رکود د پاکستان په پوځي رژیم کې د یوې خاصي کړۍ کار ګڼي او وایي چې دا کړۍ په خپلو ناسمو سیاسیتونو او له ګاونډیو هېوادونو سره په لانجو رامنځ ته کولو کې یوازې خپلې ګټې تأمینوي، چې له کبله یې پاکستانی ولس زیان ویني او دغه هېواد د یوه نا معلوم برخلیک لوري ته وړي.
