د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مخکښ غړی او دیني عالم مولانا ثناءالله د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د نا معلومه وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی.

ځايي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، پر نوموړي برید نن له غرمې وړاندې ترسره شوی؛ خو تر دې دمه د برید مسئولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو ځایي سرچینې ادعا کوي، چې پر دیني علماوو د ورته بریدونو تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس دی.

د یادونې ده، چې دا لومړی ځل نه‌دی، چې د جمعیت علماء اسلام ګوند غړي هدف ګرځول کېږي؛ تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې د دغه سیاسي ګوند ګڼ شمېر مخکښ فعالان وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version