د پاکستان د طالبانو غورځنګ وايي وسله ولو ځواکونو یې تېره شپه د سوېلي وزيرستان ډي آې خان ولایت په مکین ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو پر مټ پراخ بريدونه ترسره کړي چې پکې ۳۵ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د پاکستان طالبانو غورځنګ وايي ياد بريد یې دوه ورځې وړاندې د خپل شهید شوي مشر «مولانا طه» د غچ په پار ترسره کړی.

د ياد غورځنګ خبرپاڼه زياتوي چې په بريد کې یې له پاکستاني عسکرو ۵ میله کلاشنکوف، یو میل ایم جي ون، یو عدد شپنی دوربین او نور وسايل هم نيولې او یوه امنیتي کمره یې هم ویجاړه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version