د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د هېواد دننه يوې رسنۍ ته ويلي چې، د اسلامي امارت مشرتابه سترې محکمې ته په فرمان کې دنده ورکړې چې، د متقاعدینو د تقاعد د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

ښاغلی مجاهد زياتوي چې دغه فرمان کې ټینګار شوی چې د تېر حکومت له پرځېدو وړاندې او وروسته به ټولو متقاعدینو ته د تقاعد حقوق ورکړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version