تاريخ تل دا ثابته کړې، هغه جګړې چې مشروع، واضح او سپېڅلی هدف ولري د بریا تر درشله رسېدلې دي؛ خو کله چې جګړې تنها د قدرت، شهرت او يا هم د پرديو د اجنډاوو د تطبیق لپاره پيل شوې، ترڅنګ یې ملي ګټې هم مهاله ورسره زيانمنې شوې او ولسونه بې درېغه پکې تلف شوي دي.

نن ورځ افغانستان له همداسې يو حالت سره مخ دی؛ تر مقاومت او یو شمېر نورو نومونو لاندې هغه ډلې چې په ظاهره د اسلام، ملي ارزښتونو او د ولس د آزادۍ خبرې کوي، خو خپله ماضي او بنسټ یې د اسلام، ملي ارزښتونو او د ولس د آزادۍ په خلاف ایښی؛ له بل پلوه د هغه بهرنیو قوتونو تر اجنډاوو لاندې فعالیت کوي چې د افغان خاورې پر ضد اوږد مهاله شوم پلانونه لري.

احمد مسعود چې له کوچنيوالي تر اوسه پورې په فرانسې، ایران او نورو بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي او زده کړې یې هم په همدې هېوادونو کې ترسره کړې دي، همالته له هر ډول سیاسي او مالي امنیت څخه برخمن دی او له هماغه ځایه افغان ځوانان د جګړې لپاره هڅوي.

ولسونه او ځوانان باید دا درک کړي چې احمد مسعود، د کورنۍ غړي او پلويان یې په بهر کې له جګړې خوندي ژوند لري او اولادونه یې په اروپا کې تعلیم او تجارتونه کوي، خو په مقابل کې یې عام افغانان د بېلابېلو شعارونو تر چتر لاندې د پرديو ګټو لپاره سازماندهي کوي او په کورنۍ جګړه کې یې ښکېلوي.

دا به څومره عدل وي چې پردي پال جاسوسان په بهر کې نرم او هوسا ژوند کوي، خو د پرديو اجنډاوو د تطبیق لپاره خپل نالوستي او بې وزله ولسونه تر ناسمو شعارونو لاندې او په غوړو وعدو تېر باسي او د پردۍ اجنډا د تطبیق لپاره یې قربانۍ ته وړاندې کړي.

هغه اشخاص چې د سیاست، شهرت یا مالي ګټو لپاره له بهرنیو استخباراتي کړیو سره اړیکې لري، د دوی موخه په واک کې پاتې کېدل او د خپلو بادارانو د نفوذ پراخول دي، خو ولس ته د قربانۍ او آزادۍ تر نومونو لاندې په شاتو کې زهر ورکوي؛ په همدې غولونکو شعارونو سره په غير شعوري ډول ځينې د ځان تابع ګرځوي او خپل شوم اهداف مخته پرې وړي.

دا خپله دوه مخې تګلاره ده چې د مقاومت او نورو پاشل شويو ډلو ټپلو مشران له کلونو راهیسې په بهرنیو هیوادونو کې اوسېدل، خو د امریکا او ناټو له یرغل سره هم مهاله پر ټانکونو سپاره راغلل او د هغوی په ماتې سره یې يو ځل بیا د تېښتې موزې په پښو او پښې سپکې کړې، مګر اوس هم په بهرنيو هېوادونو کې تر بهرني ملاتړ لاندې ژوند کوي او له ولس څخه غواړي چې د “آزادۍ” تر شعار لاندې قرباني ورکړي.

د دوی دوه‌ مخی چلند له دې هم معلومېږي چې په ظاهره اسلامي او ملي شعارونه ورکوي، خو په عمل کې له «MI6»، «CIA» او «ISI» سره ناستې ترسره کوي او پر راتلونکو پلانونه او د تمویل پر لارو چارو غږېږي، ترڅو له همدې لارې د ولس او هېواد پر سر خپل تجارت پراخ کړي.

که چېرته دوی اسلامي او ملي ګټو ته ژمن او وفادار وای نو پر ځای د دې چې لسيزې، لسیزې د پرديو خدمت وکړي، د خپل ولس درد به یې خپل درد ګڼلی و او د خپل سیاسي شهرت او ګټو لپاره به یې د ولسونو په احساساتو لوبې نه کولای او په بې هدفه جګړو کې به ېې نه ښکېلولی؛ ولسونه باید درک کړي چې د سرپرست حکومت مخالفي ډلې، د بهرنیو سفارتونو او استخباراتي ادارو دروازې د خپل هېواد د بربادۍ لپاره ټکوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version