د هغو مالوماتو له مخې چې له باوري سرچینو څخه هندوکشغږ ته رسېدلي، څه موده وړاندې د عطامحمد نور او د پاکستان د استخباراتي سازمان (آیاسآی) د چارواکو ترمنځ یوه محرمه لیدنه ترسره شوې ده.
په دې اطلاع کې ذکر شوي چې عطامحمد نور په دې لیدنه کې له آیاسآی څخه د ۱۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان لوري لخوا دا غوښتنه رد شوه. د دغو سرچینو د ادعا له مخې، د دې وړاندیز د رد کولو دلیل دا و چې آیاسآی له دې وړاندې د یاسین ضیا او احمد مسعود سره د افغانستان پورې اړوند یوه پروژه کې هوکړې ته رسېدلی و او له عطامحمد نور څخه یې غوښتي و چې د همدې پروژې په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
د همدې روایت له مخې، عطامحمد نور دا چلند د خپل ځان په حق کې یو ډول سپکاوی او تحقیر وګاڼه او د دې طرحې له همکارۍ یې خپله نارضایتي څرګنده کړه.
د دې اطلاع په دوام کې ویل شوي چې د دې پېښې وروسته او له پاکستان څخه د ناامیدۍ په پایله کې، عطامحمد نور اوس د یاسین ضیا او احمد مسعود پورې تړلې جبهې د «پاکستان نیابتي ملیشې» او «پروژهاي جنګسالاران» بولي.



۱ څرگندون
نظر مو داسی ده چی د ا ا استخبارات دی کار وکړی او کوشش دی وکړی چی دوری دی ملګری ور ته وه روزی او پر دی سر سر دی ولی چی بیخی افغانستان ته راوانه وړی
چی افغانان یه له شره خلاص وی