د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، پنجشېر کې د پینځلسم ځل د (۹۴۸۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت (۲۵۴۷) قیراطه زمرد د یاد ولایت د کانونو رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، رسنیو او سوداگرو په شته‌والي کې د یاد ولایت په مقام کې وپلورل شول.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې دمه د (۳۶۲۷۸۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشېر (۵۰۰۲۲) قیراطه زمرد پلورل شوي، چې د حکومت ونډه پکې یوازې ۱۰ سلنه ده او پاتې ۹۰ سلنه د کان کیندونکو ده، چې ټول یې د پنجشېر اوسېدونکي دي او همدا راز د زمردو په کانونو کې لس زره کسان کار کوي.

پنجشېر د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې په پراخه کچه زمرد لري، چې اوسمهال یې د گڼو کانونو د استخراج چارې پیل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version