په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر سردار شکېب وايي، د اسلاماباد نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان محصلانو د ټولنې له یو شمېر غړو سره یې د سفارت په ودانۍ کې لیدلي دي.
له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان سفیر محصلانو ته وویل چې سفارت د دوی گډ کور دی او هر کله ورته راتللی شي.: «همدارنگه په ټولنیزو رسنیو د یادې ټولنې له ادرسه پر سفارت د لگول شوي بېبنسټه تورونو او همدارنگه د سفارت لوحې ته چې د ا.ا.ا بیرغ نښه ده توهین کولو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه، چې محصلینو دا د یو تن مغرضانه فردي عمل وباله او د سفارت له رهبرۍ څخه یې بښنه وغوښته، دوی ټینگار وکړ چې ټولنه او عام محصلین هېڅکله د داسې عمل ملاتړ نهکوي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان سفیر له افغان محصلانو وغوښتل چې خپلې ستونزې دې له اړوند مسوول او یا هم شخصاً له هغه سره شریکې کړي، تر څو ورته سمه رسېدنه وشي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د خپرو شوو تورونو د جزئیاتو په اړه نور څه نهدي ويلي، چې افغان محصلانو پر سفارت کوم تور پورې کړی و.