د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښايي نن دوشنبه د جنوري پر ۶ مه د کاناډا لومړی وزير او د واکمن ليبرال ګوند مشر جسټين‌ ټروډو په ناڅاپي ډول خپله استعفا اعلان او د کاناډا د لومړي وزير څوکۍ پرېږدي.

رويټرز د خپلو سرچينو له قوله ليکلي چې نن ورځ د ټروډو د استعفا احتمال ډېر دی او يا هم ښايي سبا ته وځنډېږي.

له ۲۰۱۵ کال راپه دېخوا د کاناډا د لومړي وزير په توګه د ټروډو تر ټاکل کېدو وروسته لس کاله تېرېږي، او اوس یې د لومړي وزير له مقام څخه د استعفا وړاندې کولو دليل د ده په حکومت د توکو ګرانوالی او ځينې نورې سختې نیوکې ښودل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version