د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه وزارت د سرپرست عطاءالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي ترمنځ بهرنیو هېوادونو ته د غوښې د صادراتو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوې.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي عمري په دې کتنه کې ویلي چې، څه باندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د غوښې صادارت ګټور تمامېدای شي، خو چې د څارویو نسل ته زیان ونه رسېږي.
ښاغلي عمري زیاته کړې، لومړی باید په هېواد کې د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي او له هغه وروسته د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي.
په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هم ویلي، بېلابېل هېوادونه له افغانستان د غوښې اخېستلو ته لېواله دي، چې په خبره یې، د پسونو د روزنې کچه لوړه او صادراتو مناسب شرایط برابر شي، تر څو مالدران ښه عواید ترلاسه کړي.