د ايران د مشرق خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي چې له غزې څخه د فلسطیني وګړو د جبري ایستلو په تړاو یې له خپلې طرحې شاتګ کړی.

ټرمپ دغه راز زياته کړې چې د غزې هېڅ اوسېدونکی به د خپل کور پرېښودو ته اړ نه کړي.

له غزې د فلسطینیانو ایستلو او یو شمېر هېوادونو کې یې، بیا مېشتېدنه وروسته له هغې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه، چې ټرمپ جنورۍ کې په دې اړه طرحه وړاندې کړه او په وار وار یې پر غزې د امریکا ولکې او پېرلو په اړه څرګندونې وکړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version