د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمیسیون غونډه ترسره شوې ده.

د خپرپاڼې له‌مخې، دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر، د کندهار والي، د سرپرست حکومت د مشرتابه د دفتر استازي مولوي نذیر احمد او د کندهار ولایت ګڼو نورو پوځي او ملکي چارواکو ګډون کړی و.

دغه غونډه کې د تصفیوي او امنیتي چارو پر سمون او پرمختګ، د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنیوي، د جرمونو پر وړاندې پر مبارزې او د پولو پر خوندیتوب خبرې شوي او د یادو موضوعاتو اړوند اړینې پرېکړې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version