د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي عمان هېواد ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې له وزیر، قیس بن محمد الیوسف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټور ترمنځ پر تبادلې هوکړه هم کړې.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو مصؤنیت سربېره پر سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانسپورټ هم خپل نظرونه شریک کړي او هوکړه شوې چې ګډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.

د یادونې وړ ده، چې مولوي امیرخان متقي د خپل عماني سیال په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر تللی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version