د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، د کورنيو چارو وزارت د سرپرست وزير په مشرۍ د ياد وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوې او د ولس په هوساينه او امنيت ساتنې پکې ټينګار شوی.

د سرچينې په خبره يادې غونډې ته د کورنيو چارو سرپرست وزير په خپلو خبرو کې د امنيت په لا ټينګښت تاکيد کړی او زياته کړې یې ده: «موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حيث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظيف شوي يو».

نوموړي همدا راز د کورنیو چارو وزارت پولیسو او منسوبینو ته ویلي چې باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسؤولیت لومړیتوب وګڼي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version