‏د یمن انصارالله غورځنګ (حوثیانو) ویاند نصرالدین عامر ویلي، صهیونستي رژیم ته د ایران ځواب دا ثابته کړه، چې اسرائیل ماتېدونکی رژیم دی او د دوام لپاره د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، که امریکا له ایران سره جګړه پیل کړي، یمن چوپ نه پاتې کېږي او ایران په ننګه به د جګړې ډګر ته ښکته کېږي.

ورته مهال د یاد غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي ویلي، چې د غرب له ملاتړه د برخمن صهیونیستي اسرائیلي رژیم موخه د اسلامي نړۍ هدف ګرځول او پرې د حاکمیت ټینګول دي.

نوموړي زیاته کړې: «مونږ واحد امت یو او د یوه دښمن له‌خوا هدف ګرځو، دا دوښمن له یوې بلې متخاصمې جبهې حمایت کېږي او له ټولو امکاناتو په استفادې زمونږ امت هدف ګرځوي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version