اسوشټېډ پرېس خبري آژانس راپور ورکړی، چې امريکا د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د العدید هوايي هډه، چې په منځني ختیځ کې د امریکا له مهمو نظامي هډو څخه ګڼل کېږي، له خپلو الوتکو څخه تخليه کړې ده.
په یوه سپوږمیز انځور کې، چې د چهارشنبې په ورځ Planet Labs شرکت اخیستی او د اسوشټېډ پرېس لهخوا تحلیل شوی، لیدل کېږي چې د دې هډې د الوتنو ساحه تقریبا ټوله له الوتکو خالي ده؛ حال دا چې دا هډه معمولاً د ترانسپورتي، جنګي او بې پیلوټه الوتکو کوربه وي.
سرچينه وايي، د امریکا پوځ تر دې دمه په رسمي ډول دغه انتقال نه دی تائید کړی، خو دا اقدام د هغې تخليې دوام بلل شوی چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ له لوري په بحرين کې ترسره شوی و.
د امنیتي شنونکو په وینا، په سيمه کې د امريکايي هډو تخليه د ايران د هغه احتمالي بريد له وېرې ترسره کېږي، چې که چېرته امريکا د ايران او اسرائيل په جګړه کې نظامي مداخله وکړي نو ايران به سيمه کې مېشتې امريکايي هډې په نښه کړي.