د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په جنیوا کې د درېیو اروپایي هېوادونو (فرانسه، جرمني او برېټانیا) د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړې.
د راپور له مخې په دغو خبرو اترو کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل هم ګډون لري.
دا خبرې اترې خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې د ایران او صهیونیستي اسرائیلو ترمنځ جګړه دوام لري او تازه څو شېبې وړاندې ایران اسرائیل (اشغال شوي فلسطین) کې مهم اهداف هدف ګرځولي.